د افغانستان انتقامي بریدونه پرله پسې د پاکستاني پوځ غرور له منځه وړي، دا هغه واقعیت دی چې اسلام اباد یې د منلو تاب نه لري او په بدل کې یې عام افغانان په نښه کوي. د دې ترڅنګ، کابل د بې غږه خو برلاسي وسلې په توګه سایبري جګړې ته هم لاس اچولی. که افغانان نور مخته لاړ شي او د پاکستان پر بانکي سیستمونو، استخباراتي ادارو او نظامي ډیټابېسونو بریدونه وکړي، نو دغه هېواد به له نه ژغورل کېدونکې بې ثباتۍ، بې باورۍ او په نهایت کې له پاشلتیا سره مخ شي.
که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د جګړې دایرې به د افغانستان له لوري ډېرې پراخې شي، له غیر دودیزو وسلو او بریدونو څخه به کار واخیستل شي او هغه پړاوونو ته به داخل شي، چې پاکستان به یې په اړه فکر هم نه وي کړی. کابل نور د دې وړتیا لري چې پاکستان له دننه څخه دړې وړې کړي او د پاکستان د بقا لپاره دا لوی ګواښ به د پینډۍ د واکدارانو له وسه بهر وي. پاکستان باید په دې وپوهېږي چې د افغانستان – پاکستان په جګړه کې باید وروستۍ مرمۍ د افغانستان وي.
افغانستان داسې نور افشنونه هم لري چې که ترې کار واخلي، نو د پاکستان لوری به د تل لپاره بدل شي. د افغان حکومت راتلونکي ګامونه ممکن د پاکستان د پاشل کېدو وروستی فصل وګرځي، ځکه کابل داسې څه لري، چې پاکستان یې نه لري. د الله متعال نصرت، پُر جوشه ملت، جګړه ییز مهارت، پټې پوځي وړتیاوې، د فتوا مرکز، اسلامي لښکرې او نور ډېر څه چې اوس له افغانستان سره دي، که د پاکستان په وړاندې وکارول شي، یو له مهار وتلي توپان سره به یې مخ کړي. دا ځل د غچ اخیستنې داسې ماشین په کار لوېدلی چې درول یې د پاکستان له وسه وتلي دي.