د افغاني سرې میاشتې یو پلاوی د عملیاتي چارو د سکرتر جنرال مرستیال مولوي عبد اللطیف ثابت په مشرۍ د ترکیې استانبول ښار ته د «SHAPE» برنامې (ټولنیزه روغتیا، عامه پوهاوی، بېړنۍ مرسته او اقتصادي پیاوړتیا) د ارزونې په موخه سفر کړی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا سفر د «FCDO» (د برېټانیې د بهرنیو شریکو ګټو ادارې) په رسمي بلنه ترسره شوی، څو د برنامې روان وضعیت، لاسته راوړنې او ننګونې و ارزول شي او د راتلونکو کلونو لپاره د یو اغېزمن پلان پر جوړولو بحث وشي.

د یادونې ده، چې افغاني سره مياشت د «SHAPE» برنامې له لارې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي، خېمې، کمپلې او روغتيايي تجهیزات رسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version