باختر خبري آژانس رئیس وايي، چې د هېواد د شهيدانو د قربانيو او تاريخ د منظم خوندي ساتلو په موخه یې له څو میاشتو پرلهپسې هڅو او کار وروسته د شهيدانو د ثبت انلاين پليټفارم پرانیسته.
د یاد پلیټفارم موخه د شهیدانو د معلوماتو ثبت، د هغوی د خاطرو راټولول او د خلکو په رضاکارانه ګډون سره د یو ګډ منظم سیستم رامنځته کول ښودل شوې ده.
د باختر خبري آژانس د رئیس په وینا، دا پليټفارم به مرسته وکړي چې د تېرو کلونو قربانۍ راتلونکو نسلونو ته په مستند ډول ولېږدول شي.
په همدې تړاو، د پروژې د پېژندنې لپاره یوه معلوماتي ویډیو هم خپره شوې چې پکې د پلیټفارم عمومي معلومات وړاندې شوي دي.
د پروژې بنسټايښودونکو له هېوادوالو غوښتي چې په دې نوښت کې فعاله ونډه واخلي، څو د شهیدانو د یاد ساتنې دا لړۍ پراخه شي.
