د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د افغان حاجیانو لومړنی کاروان چې تېره شپه یې حرکت کړی و، د سعودي عربستان مدينې منورې ښار ته رسېدلی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، د افغان حاجیانو هرکلي ته، په ریاض کې د افغان حکومت سفیر مولوي عبد الفتاح حقاني، د اسلامي همکاریو د سازمان او جدې کونسلګرۍ استازو او د مکې مکرمې او مدینې منورې د حج کونسلان ورغلي وو.

د خبرپاڼې له‌مخې دغه حاجیان به هلته په نبوي جومات کې د ۸ شپو او ورځو په ترڅ کې ۴۰ لمونځونه ادا او د دې ترڅنګ به سپیڅلو ځایونو او زیارتونو ته ولېږدول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version