Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»‏د افغان حکومت د مشرتابه له لوري نوې ټاکنې شوې.
    افغانستان

    ‏د افغان حکومت د مشرتابه له لوري نوې ټاکنې شوې.

    عمران آغاعمران آغا7 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حکومت د مشرتابه له لوري ځینې چارواکي تغیر او تبدیل شوي دي.

    د ښاغلي مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان بانک مخکېني سرپرست ملا هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم د چارسمبالي وزیر په توگه، د افغاني سرې میاشتي مخکېنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې د چارسمبالي په توگه، د کانونو او پټرولیم وزارت مخکېنی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توگه.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، همدارنگه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکېنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپېریال ساتنې ادارې د سرپرست په توگه او د افغانستان بانک مخکېنی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توگه. د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د صنعت او سوداگرۍ چارو مخکېنی مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د گرځندوی، مالي او اداري مرستیال په توگه او د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکېنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د صنعت او سوداگرۍ چارو د مرستیال په توگه ټاکل شوي دي.

    د خبرباڼې له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مخکېنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توگه او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، گرځندوی، مالي او اداري مخکېنی معین ملا سعدالدین، د چاپېریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توگه ټاکل شوي دي.

    ‏که څه هم د اوسني حکومت څه کم درې کلونه پوره کېږي؛ خو لا هم کابینه له سرپرستۍ خلاصه شوې نه ده او د کابینې ټول وزیران د سرپرست وزیر په توگه دندې پرمخ وړي.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې یوه ۱۵کلن هلک ځان‌وژنه کړې
    راتلونکي مقاله نورالدین عزیزي: ازبکستان نندراتون کې له سل میلیونه ډالرو زیات تړونونه وشول.

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.