Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغان حکومت رټلي مخالفین او د هغوی د مشروعیت دعوه
    لیکني

    د افغان حکومت رټلي مخالفین او د هغوی د مشروعیت دعوه

    صابر افغانصابر افغان14 سپتمبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان سیاسي واقعیت د وروستیو دوو لسیزو په اوږدو کې څو ځله بدل شوی، خو د مشروعیت بحث تل د سیاسي ډلو او نړۍوالو اړیکو په منځ کې د تودو موضوعاتو له ډلې څخه پاتې شوی او هغه ډلې چې ځانونه د «مقاومت» یا «ازادۍ جبهې» په نوم یادوي او د افغان حکومت پر وړاندې یې د نامشروعیت او ولسي ملاتړ د نشتوالي تورونه تکرار کړي دي؛ بل لور ته افغان حکومت ورځ تر بلې د ډیپلوماټیکو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو اړیکو په پراخېدو بوخت دی. د کونړ پېښه او د هغې په اړه د دغو ډلو اعلامیو، یو ځل بیا دا تضاد روښانه کړ چې څوک د مشروعیت ادعا کوي او څوک یې په عمل کې تر لاسه کوي.

    د مقاومت او آزادۍ جبهې هره پېښه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي او د افغان حکومت پر وړاندې د نامشروعیت ټاپه لګوي. خو د دوی په لیکو کې لویه ستونزه دا ده چې تر اوسه کوم هېواد د مشروع اپوزیسیون په توګه لا هم نه دی پېژني. د دوی غونډې په تکراري ډول ځنډېږي، ګډونوال یې کمېږي او پر نړۍوال سټیج د دوی غږ ورو، ورو د ورکېدو پر لور روان دی، په وروستیو کې یې ډېرې غونډې د ګډونوالو د کموالي، اختلاف او د ملاتړ د نشتوالي له امله یا لغوه شوې او یا یې هېڅ انعکاس نه دی موندلی.

    نړۍواله ټولنه چې یو وخت یې د افغانستان د بدیلونو د ارزونې هڅه کوله، اوس په څرګند ډول د دغو ډلو پر وړاندې بې‌پامه ښکاري او د نړۍ هېوادونه اوس د افغان حکومت د مخالفینو د رسمي پېژندلو پر ځای له افغان حکومت سره د اړیکو پراخېدو په لور ګامونه اخلي.

    د کونړ پېښې په اړه د دغو ډلو اعلامیې داسې وړاندې شوې چې ګواکې ولس د دوی تر شا ولاړ دی. خو په هماغه پېښه کې د ځینو نورو مخالفینو د ستاینې څرګندونې د دوی د پروپاګند پر وړاندې یو ډول غبرګون و، ځکه چې خلکو وښودله چې د پېښو د ارزونې معیار یوازې د یوې ډلې له لیدلوري نه دی، بلکې پراخ قضاوت ته اړتیا لري.

    په کونړ کې چې کومه پېښه رامنځ ته شوه، د هغوی د اعلامیو پر خلاف ډېری خلکو د حکومت اقداماتو ته د ملاتړ نظر لاره او ځینو نورو مخالفینو هم په غیرمستقیم ډول د حکومت کړنې تائید کړې چې دا د شر و فساد جبهاتو د تبلیغاتي دریځ پر وړاندې یو ډول مخالف غبرګون و.

    د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې، سره له ټولو ننګونو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخېدو پر لور عملي ګامونه اخیستي دي. د روسیې ځانګړي استازي د دې خبرې یادونه کړې چې د افغانستان سره د چین او پاکستان اړیکې لوړې شوې او دا په سیمه کې د یو «شین څراغ» په توګه ګڼل کېږي. دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې په نړۍواله صحنه کې د افغان حکومت مشروعیت ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی او مخالفین د نړۍ له سترګو ورو، ورو غورځول کېږي.

    د افغانستان حکومت په سیمه او نړۍ کې د اړیکو د پراخولو پر لور عملي ګامونه اخیستي دي او روسیه، چین، ايران، هند او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړېدو یادونه هم کړې ده چې دا د نړۍوال اعتبار نښه ده. دا پرمختګونه ښيي چې نړۍ په تدریج سره د افغانستان اوسنی حکومت د مشروع حکومت او مسؤلان یې د استازو په توګه مني؛ د دغسې ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د مخالفینو د تبلیغاتو پر وړاندې یو قوي ځواب دی.

    مشروعیت یوازې په شعارونو نه ترلاسه کېږي، بلکې په عمل، ثبات او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې ښکاره کېږي. مخالفین په ویناوو او اعلامیو کې ځانونه د ولس استازي بولي، خو نه یې د ولس پراخ ملاتړ تر لاسه کړی او نه یې نړۍواله ونډه تأمین کړې ده. په مقابل کې، حکومت په تدریجي ډول د ډیپلوماټیکو اړیکو، سیمه‌ییزو همکاریو او کورني نظم له لارې ځان د مشروع استازي په توګه معرفي کړی دی.

    مشروعیت یوازې حقوقي او نړۍوال بحث نه دی، بلکې سیاسي، ټولنیز او کلتوري اړخونه هم لري. د اوسني افغان حکومت مشروعیت د کورني نظم، امنیت او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې ښکاره کېږي؛ مخالفین نه یوازې په دې برخو کې ناکام دي، بلکې د عملي بدیل وړاندیز هم نه لري او د دوی دریځ یوازې په انتقاد ولاړ دی، په داسې حال کې چې حل لارې یې مبهمې او غیر واقعي دي.

    مخالفین د شعار له لارې د مشروعیت دعوه کوي، خو افغان حکومت د عمل له لارې دا مشروعیت ترلاسه کوي او د خلکو د ژوند ښه کولو، امنیت د ټینګښت او نړۍوالو اړیکو پراختیا هغه عملي پایلې دي، چې د افغان حکومت مشروعیت ثابتوي. د مخالفینو شعارونه د خلکو په ورځني ژوند کې هېڅ بدلون نه شي را وستلای او په همدې دلیل د مشروعیت تله ورځ تر بلې د افغان حکومت په ګټه درنېږي.

    له ټولو شواهدو داسې ښکاري چې مخالفین د مشروعیت دعوه کوي، خو نه یې ولسي ملاتړ شته، نه یې نړۍوال ملاتړ شته او نه هم د بدیل وړاندیز لري. په مقابل کې، افغان حکومت په عملي ډګر کې د ډیپلوماټیکو اړیکو، کورني نظم او د نړۍوالو هېوادونو د اعتراف په زیاتېدو سره مشروعیت ترلاسه کوي. په همدې اساس، نړۍ مخالفین له پامه غورځوي او د افغان حکومت د عروج شاهدان پاتې کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسماعیل خان ته نږدې څېره، معروف لنګ مشهد کې وژل شوی
    راتلونکي مقاله د هرات-خواف وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویم فاز چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جولای 2026

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    باوري سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یوف د…

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    25 جولای 2026

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.