Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي
    تورې څېرې

    د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي

    صابر افغانصابر افغان21 اگست 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر واشنګټن ته سفر وکړ، د نوموړي تر سفر وروسته، اوس به د اګسټ میاشتې په ۲۵ او ۲۶مه نېټه اسلام آباد د افغان حکومت د شعوري مخالفینو کوربه وي؛ د اسلام آباد غونډه پدې دلالت کوي چې یاد مخالفین پخوا د امریکا له لوري د افغان ملت پر وړاندې استفاده کېدل، خو اوس به د پاکستاني پوځ د ګټو خوندي کولو لپاره د یوې لوبیزې وسیلې په توګه وکارول شي.

    د افغان حکومت مخالفین چې ځانونه د ملت استازي ګڼي، اوس د واشنګټن او اسلام آباد د مشترکې اجنډا مطابق د افغان ملت او ملي منافعو پر وړاندې دریځ نیسي. دوی هماغه پاکستان ته د مرستې لاس غځوي او په لمنه کې یې ځانونه غورځوي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په زرهاوو بې ګناه افغانان له پاکستان سره د خیالي دښمنۍ پالنې په هدف په شهادت ورسول، په سلهاوو کلي یې بمبارد کړل، مدارس او مکاتب یې ویجاړ کړل او په ډېرو ولایتونو کې یې په دې نوم عام وژنې وکړې.

    که چیرته د افغان حکومت مخالفینو افغاني غیرت او ويښ ضمیر لرلی، نن به یې د خپل ملت پر وړاندې د مبارزې لپاره پاکستان د سنګر په توګه نه انتخاباوه، د دوی دا حرکت په دې دلالت کوي چې دوی ته خپلې شخصي مادي ګټې او اهداف مهم دي. د افغان حکومت دغه ډله مخالفین د مادي ګټو په وړاندې هر څه پلوري او هر کار ته اماده دي، ولو که د افغان ملت پر وړاندې د هر چا شوم پلان وي، دوی یې تطبیق کوي.

    د افغان حکومت مخالفین د خپل فعالیت لپاره مناسب چاپیریال نه لري، په هغو اروپايي هېوادونو کې چې دوی پخوا فعالیتونه پکې درلودل او غونډې یې پکې کولې، هغه هېوادونه ورځ تر بلې له افغان حکومت سره د راوبطو رامنځ ته کولو په حال کې دي، یاد هېوادونه له افغان حکومت سره ډیپلوماټیک تعاملات لري او ورځ تر بلې دا تعاملات پرمختګ کوي. دا چې د افغانستان مخالفین خپلې ځالې یوه په بله پسې له لاسه ورکوي، نو له همدې کبله هرې خوا ته لاس اچوي، د هر چا غیږې ته ځان ور اچوي، د بېلابېلو لوریو د شومو اهدافو او پلانونو ښکاري ګرځي او تر پخوا لا زیات د افغانانو په وړاندې استفاده کېږي.

    شعوري مخالفین باید په دې پوه شي، چې افغانان نور په تشو شعارونو نه غولېږي، افغان ملت اوس په دې ښه پوهېږي چې دا خلک پخوا د واشنګنټن مامورین و، اوس د پاکستان لپاره ماموریت پیلوي او د اسلام آباد د اهدافو ښکار ګرځي.

    که چیرته د اسلام آباد په غونډه کې د ګډون کوونکو شعوري مخالفینو په شخصیتونو باندې ژور فکر وکړو، ډېره ناسمه سابقه او تاریخ لري، د دوی په لیست کې هغه اشخاص هم دي چې د جمهوریت پر مهال یې د موقف او څوکۍ د لاسته راوړلو لپاره د عزت او حیثیت قربانۍ هم ورکړي دي، هېڅ افغان د داسې کم اصله، کم ظرفیته او منفورو اشخاصو ملاتړ نه کوي، بلکې په نوم یې لا هم شرمېږي. نن همدا منفور اشخاص ځانونه د عزتمند افغان ملت استازي معرفي کوي، خو افغان ملت ډېر دروند او با وقاره تاریخ لري او له داسې پلورل شویو څهرو څخه کاملا بري دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد حماس پوځي څانګې د غزې خان‌یونس کې پر اسرائیلي پوځیانو سرتېری برید ترسره کړی
    راتلونکي مقاله ویرجینیا کې د امریکا اېف‌-۱۸ جنګي الوتکه لوېدلې

    مربوطه لیکنې

    مخالفي ډلې د اړیکو د نویو فصلونو د ایجاد په لټه کې دي

    18 اگست 2025

    د ډیپلوماټیک پرمختګ مخنیوی؛ تاوان یې چا ته رسېږي؟

    17 اگست 2025

    مقاومت جبهه؛ د قومي تعصب او جاسوسۍ لپاره پوښښ

    12 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 اگست 2025

    خبريال او شنونکی ميرويس افغان: د اسلام اباد له غونډې وېره نه ده پکار، هلته بلل شوې څهرې د جګړې نه؛ بلکې د ایرکنډيشن او پنځه ستوريز هوټل خلک دي

    له وعدې تر عمله؛ امنیتي ځواکونو د سره‌رود د قضیې په تړاو درې تنه ونیول

    21 اگست 2025

    کابل ښار ته له پنجشېر سیند څخه د اوبو د انتقال پروژه پيلېږي

    21 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خبريال او شنونکی ميرويس افغان: د اسلام اباد له غونډې وېره نه ده پکار، هلته بلل شوې څهرې د جګړې نه؛ بلکې د ایرکنډيشن او پنځه ستوريز هوټل خلک دي

    21 اگست 2025

    له وعدې تر عمله؛ امنیتي ځواکونو د سره‌رود د قضیې په تړاو درې تنه ونیول

    21 اگست 2025

    کابل ښار ته له پنجشېر سیند څخه د اوبو د انتقال پروژه پيلېږي

    21 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،001 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،970 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.