د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت د پاکستان پوځي رژیم د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ادعا ته، چې کواګې پاکستاني رژیم تېره شپه کابل کې پوځي تاسیسات په نښه کړي، غبرګون ښودلی.

ښاغلي فطرت ویلي، چې تارړ د ترهګر رژیم د اطلاعاتو وزیر په توګه پر روغتون برید باندې ویاړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستانی رژیم د ورته څرګندونو له لارې هڅه کوي د تېرې شپې جنایت توجیه کړي.

د یادونې ده، چې یاد پوځي رژیم تېره شپه کابل کې د روږدو درملنې پر روغتون هوایي برید وکړ، چې له امله یې د روغتیايي کارکوونکو په ګډون ۶۵۰ تنه شهیدان او ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version