ارګ ماڼۍ خبر ورکړی، چې د افغان حکومت مشرتابه په کندهار کې د مالیې وزارت مسؤولینو ته په جوړ شوي دوه ورځني سیمنار کې ګډون او ویناوې کړې.

د راغلې خبرپاڼې له مخې مشرتابه ویلي، چې مسؤلیت یې د الله تعالی د شریعت عملي کول دي او د هر کار لپاره په مقرر شویو کسانو باندې د هغه کار شرعي زده کړه فرض ده.

مشرتابه زیاته کړې، چې مسؤولین دې د علماء کرامو نصیحتونو ته په غوږ نیولو سره د هغوی قدر او احترام کوي، ځکه په خبره یې چې په په دې اسلام عزتمند کیږي او دا د دولتي چارواکو مسؤولیت دی.

د افغان حکومت مشرتابه د مالیې وزارت له مسؤولینو غوښتنه کړې، چې د بیت المال د ساتنې په اړه خپل پوهاوی زیات کړي او ټینګار یې کړی، چې د تر لاسه کیدونکو عایداتو سره باید مسؤولانه چلند وشي او له شخصي استفادې پرته باید د خلکو لپاره په عامه مصالحو کې ولګول شي.

مشرتابه له خلکو سره د مسؤولینو په نږدیکت ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې ادارو ته د مراجعه کوونکو لپاره اسانتیاوې رامنځته او له اهلیت پرته د بستونو ورکړې په مخنیوي سره خپل ماتحت مسؤولین کارونو ته متوجه کړي.

د یادونې ده، چې په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت د وزیر په ګډون معینانو، ولایتي مستوفیانو، د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د کندهار والي نورو ځایي او مرکزي مسؤولینو ګډون کړی او یو ځل بیا یې له مشرتابه سره د تعهد په نوي کولو سره د اسلامي نظام حاکمیت او د ټینګښت ژمنه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version