لیکوال: عارف الله ضمیر
افغانستان د مختلفو حکومتونو د ناکام مدیریت له کبله د میراثي اقتصادي او زېربنایي ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د انرژۍ، ګاز، نفت او د تولیدي صنعت په برخو کې ستونزې او ننګونې شته. په دې وروستیو کې د سعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل شرکت له خوا د افغانستان په تېلو او ګازو کې د ملیاردونه ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان شوی او تفاهمنامې لاسلیک شوې دي، چې د هېواد لپاره یې یو لوی اقتصادي فرصت بللی شو. خو د افغان حکومت مخالفینو یو ځل بیا د دغسې مهمې پانګونې پر وړاندې، په ټولنیزو رسنیو کې مخالفت څرګند کړی او هڅه یې کړې، دې پانګونې ته د دسیسې یا لوټلو نوم ورکړي.
افغانستان له ډېرې مودې راپدېخوا د انرژۍ، ګاز، برېښنا، صنايعو او بنسټیزو زیربناوو د کمښت سره مخ دی، خو هر کله چې کوم افغان یا بهرنی پانګوال په هېواد کې د ملت په ګټه پانګونې ته زړه ښه کوي، مخالفین یې په اړه عامه اذهان مغشوشوي او په اړه یې غوغا جوړوي.
په دې وروستیو کې د میرویس عزیزي لخوا هم د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا د جوړونې او په دې برخه کې د پانګونې تړون له افغان حکومت سره لاسلیک شو، چې هدف یې د هېواد د برېښنا خودکفايي ده، خو یو شمېر داسې څېرې چې له ملي ګټو سره مخالف دي، د دې سترې پانګونې له اعلان سره یې د میرویس عزیزي په ضد پخوانۍ دسیسې مطرح کړې.
د افغان حکومت مخالفین، چې په واقعیت کې د افغان ملت مخالفین ورته ویلی شو، په افغانستان کې له اقتصادي پروژو سره مخالفت کوي، خو پرته له دې چې خپله د افغانستان د اقتصادي خودکفايي لپاره بدیل وړاندې کړي، یوازې په غیر منطقي مخالفت تکیه کوي.
که په افغانستان کې، په زېربنايي او نورو اړینو برخو کې پانګونه وشي، نو مستقیمې ګټې یې دا دي چې صنعت به وده وکړي، وزګار خلک به په کارونو وګمارل شي، تولیدي واحدونه به وده وکړي، په مجموع کې به د اقتصادي بنسټونو ستنې ټینګې او د افغانستان د اقتصاد واقعي بڼه به جوړه شي، خو ضمني ګټه یې دا ده چې کله خلکو ته کاري فرصتونه محیا شي، نیابتي ډلې(چې په رأس کې یې د افغان حکومت مخالفین دي) به د افرادو له کمښت سره مخ شي.
د افغان ملت مخالفین همېشه د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي، خو که دوی په خپلو شعارونو او دعوو کې رښتیني وي، نو باید موخه یې دا وي چې افغانستان یو پرمختللی، د اقتصاد له اړخه غني او یو خپلواک هېواد وي، چې لپاره باید د دا ډول پانګونو ملاتړ وکړي، نه د شک ایجاد او غیر منطقي مخالفت څرګندول؛ خو څرګنده ده چې د دوی شعارونه او دعوې د دوی له عمل سره مخالف دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
