په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت اړوندو ستونزو د حل په موخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال، مولوي محمدنبي نصرت په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی یاد هېواد ته په سفر ولاړ.

یادې ادارې هندوکش‌غږ ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د چارو د ښه تنظیم لارې چارې و ارزوي او هلته به د کاري ټیمونو کاري اړتیاوې بشپړې کړي، ترڅو ژر تر ژره د افغان کډوالو هویتي ستونزې حل شي.

ورته مهال د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول، د دې ادارې له لومړیتوبونو بللي او ژمنه یې کړې، چې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه به هر اړخېزې هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version