اقتصاد وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر قاري دین محمد حنیف د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له مشر توساکا سوتا سره د جاپان د بشري او انکشافي مرستو پر دوام، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د اقتصاد وزیر له افغانستان سره د جاپان د دوامدارو همکاریو د ستاینې ترڅنګ، د روغتیا، کرنې میکانیزه کولو، سړو خونو جوړولو، د کرنیزو محصولاتو پروسس او بستهبندۍ، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو او بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د رسېدنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، د اړمنو خلکو ملاتړ، د وچکالۍ له زیانمنو شویو سره مرسته او د راستنېدونکو کډوالو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه د بشري مرستو دوام او د انکشافي پروژو پلي کېدو ته اړتیا لري.
د وزارت په خبره، په ورته مهال، د جاپان سفیر د امنیت، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو ستاینه کړې او له افغانانو سره یې د بشري او انکشافي همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د جایکا مشر هم ویلي، چې دغه اداره هر کال په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کوي او نږدې شپږ زره کسانو ته یې حرفوي زدهکړې برابرې کړې دي.


