
د متحده عربي اماراتو د دولت مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه تېره ورځ (د جولای ۱۶مه) ترکيې ته سفر کړی.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې نوموړی به په دې سفر کې د ترکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځ د لوړې کچې ستراتیژیکې شوری لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي.
راپور زیاتوي، په دې غونډه کې به د ترکیې او اماراتو ترمنځ د همکارۍ نوې ساحې وڅېړل شي او پر مهمو سیمهییزو مسایلو به بحث وشي.