Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د امرالله صالح او امريکايانو دوستي!
    تورې څېرې

    د امرالله صالح او امريکايانو دوستي!

    صابر افغانصابر افغان6 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    معمولا هيوادونه د خپلو موخو لپاره په اوږد مهال کې ځينې خلک د ځان لپاره د پروژې، د دوی د غوښتنو د پوره کولو او د موخو په سمه د تحقق لپاره روزي او يا هم وخت ناوخت پرې پانګونه کوي.

    دغه ډول کړنې له تيرو څو لسيزو په افغانستان کې ځينو بهرنيو يرغلګرو او قوت لرونکو هيوادونو هم ترسره کړې دي، همدارنګه له دې سره په افغانستان کې دننه ځينو احزابو او ګوندونو د خپلو مخالفانو د ځپلو په موخه او يا هم د بهرني ملاتړ خپلولو په موخه خپل کسان له نورو هيوادونو سره د اړيکو جوړولو او يا روزلو لپاره لېږلي دي.

    د ايس رياست په نامه د امريکایي لیکوال (سټيف کول) په خپل کتاب کې ليکلي، «په نویمو لسیزو کې چې افغانستان د کورنیو جګړو سره لاس ګریوان وو او دلته بيلابيلې وسلوالې ډلې د کابل نيونې لپاره له يو بل سره په خونړيو جګړو بوختې وې، د احمد شاه مسعود په نامه د نظار شوری د وخت قومندان خپل لس تنه ملګري امريکا ته د استخباراتي روزنې لپاره لېږلي وو، د هغه په وينا په دې ډله کې يو هم امرالله صالح وو». امرالله صالح هغه مهال چې لا تنکی ځوان وو، په امريکا کې و روزل شو، نوموړی بيا وروسته د نظار شوری او غربي نړۍ ترمنځ يو مهم د وصل شخص پاتې شو.

    پر افغانستان د امريکا د يرغل پرمهال امرالله صالح د امريکايانو لخوا له طالبانو سره د جګړې لپاره په بېلابېلو بستونو وګمارل شو، دی په دې سیاسي سفر کې د پرځېدلي جمهوریت تر لومړی مرستيالۍ څوکۍ هم ورسېده.

    هغه په ۲۰۱۹ کال په کابل کې يوې خصوصي ټلويزيوني شبکې طلوع نيوز ته د مرکې پر مهال چې دی برحاله د اشرف غني لومړی مرستيال و، وويل: پر امريکايانو باور نه ده په کار، هغوی مو د خپلو موخو لپاره کاروي او بيا مو بيرته په نيمه کې پرېږدي، ده کټ مټ د نظار شوری د يو بل قومندان عطا محمد نور خبره وکړه، هغه ويلي و، «مونږ لکه پيپسي بوتلونه، د امريکا چې په کار وو، راڅخه یې استفاده یې وکړه او چې اړتيا يې پوره شوه لکه بوتل لرې یې وغورځولو».

    صالح تیرې دوې لسیزې د يو فلمي لوبغاړي په توګه په احساساتي ويناو ځان ته شهرت موندنې کړې دي، دی د کابل له سقوط وروسته بل هيواد ته لاړ او تيرې درې لسیزې یې د طالبانو خلاف د میډیا له لارې د مخالف په توګه ځان را ښکاره کړی، خو له نويمو لسیزو بيا تر اوسه دی له امریکايي لوري سره قوي اړيکې لري.

    په دې برخه کې امريکا د کانګرېس يو غړي ټيم پرچيت نوموړی امريکا ته ور بللی چې د افغانستان راتلونکي په اړه خبرې ورسره وکړي، په داسې حال کې چې د امريکا د استازو جرګې غړي مایکل مکال درې مياشتې وړاندې د شر او فساد ډلې مشر احمد مسعود هم ور بللی وو، چې د امريکا د استازو د جرګې او نورو امريکايي سياستوالو له سخت مخالفت سره د بايډن حکومت نوموړي ته د امريکا د ورتګ ويزه ورنکړه؛ په‌ داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې په امریکا کې واک د بايډن حکومت لخوا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته سپارل کېږي، د صالح بلل يوازې په طالبانو د فشار په توګه د يوې وسلې کارونه کېدای شي.

    که څه هم افغان ولس د امرالله صالح او نورو له تېر حکومت او محلي حکومتداري څخه پوزې ته راغلي، د امريکا د کانګرېس د يو غړي لخوا به امرالله صالح سره ليدنه د شر او فساد ډلو لپاره کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري، په داسې حال کې چې امرالله صالح د شر او فساد د نوې جبهې د جوړلو په لټه کې ده، امريکا ته ورتګ یې ممکن د ده شخصي شر او فساد ډلې لپاره موثريت ولري او يا هم د امريکا لخوا د يو ابزار په توګه ترې د طالبانو ضد استفاده وکړل شي.

    دی چې استخباراتي روزنه يې په امريکا کې ترسره شوې ده، د امريکايانو لخوا تل د خپلو موخو لپاره ترې ګټل اخيستل کېږي، خو تر دې دمه دا لا معلومه نه ده چې صالح به د بايډن حکومت پر مهال امريکا ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې همدې حکومت احمد مسعود ته د امريکا د ورتګ ويزه نه وه ورکړې او که د ټرمپ د حکومت په وخت کې چې لا یې د افغانستان په وړاندې ځانګړی واضح دریځ او پاليسي له وړاندې نه‌ ده معلومه شوې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهایران کې د حجاب او عفت په نوم نوی قانون تصویب او په ښځو حجاب کول جبري شول
    راتلونکي مقاله جیش العدل سازمان سوريه کې د تحرير الشام غورځنګ پرمختګونه ستایلي او د بریا مبارکي یې ورکړې

    مربوطه لیکنې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په څکمنیو ولسوالۍ کې د یو…

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.