فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو په خپلو تازه څرګندونو کې د هرمز تنګی د ایران اقتصادي اټومي وسله بللې ده.

سرچينې ويلي، د ایران له لوري د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته، بهرنیو شنونکو ټینګار وکړ چې تهران د خپل ځانګړي جیوپولیټیک موقعیت له امله اټومي وسلې ته اړتیا نه لري او دغه تنګی په عملي ډول د هغې رول لوبوي او اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم اعتراف پرې وکړ.

روبيو همدا راز خبرداری ورکړی، چې که ايران اټومي وسلې ترلاسه کړي؛ نو لکه د هرمز تنګي په څېر به یې د ټولې نړۍ پر وړاندې وکاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version