
وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې تېره شپه د شویو ډزو له امله ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
سرچينې ويلي، تر اوسه د بریدګرو شمېر او د اوښتې مرګ ژوبلې دقيق ارقام لا نه دي معلوم شوي.
پوليسو رسنيو ته د ډېرو جزياتو له ورکړې، انکار کړی؛ خو براون پوهنتون بيا په خپلې اېکسپاڼه لیکلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

