سنټکام يا د امریکا مرکزي قوماندانۍ وايي چې امریکا به د اپریل په ۱۳مه د سهار په ۱۰ بجو د ایران بندرونو کې د ټولو هغو کښتیو سمندري بندیز پیل کړي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې بيرون ووځي.
هغوی ويلي، دا بندیز د ټولو هیوادونو په کښتیو پلي کیږي خو يواځې هغه کښتۍ به اغیزمنې نه کړي چې د هرمز تنګي له لارې غیر ایراني يا د نورو هيوادونو بندرونو ته ځي.
د امريکا مرکزي قومندانۍ سمندري ځواکونو ته مشوره ورکړې، چې رسمي خبرتیاوې تعقیب کړي او په سیمه کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو سره اړیکه وساتي.
