ځایي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، پاکستاني طالبانو له لوري د خيبر پښتونخوا باجوړ ولسوالۍ کې پر پاکستاني ملېشو بریدونه شوي، چې په پايله کې یې اته ملېشې هلاک او څلور نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه بریدونه نن یکشنبه د باجوړ خړ کمر او تنګي سر سیمو کې ترسره شوي.
ورته مهال باجوړ لپاره د پاکستاني طالبانو والي مولانا طاهر خاکي ویلي، چې پاکستاني ملېشو په جګړه تر سختې ماتې وروسته د ملکي خلکو کورونو ته پناه وړې ده.
هغه زیاته کړې، چې د ځواکونو له خوا یې د ورځې تر پایه پر پاکستاني ملېشو بریدونه روان وو.
