د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د نوي پوځي برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن نور له اوسني وضعیت څخه راضي نه دی او ستړی شوی.
د راپورونو له مخې، د امریکا او اسراییلو چارواکو د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو د بیا پیل په اړه خبرې کړي، خو سپینې ماڼۍ د دغو خبرو راپورونه رد کړي دي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران جګړه ښايي په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي، خو ټینګار یې کړی چې تهران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
په همدې حال کې، د امریکا ځینې پوځي چارواکي پر ایران د بریدونو ملاتړ کوي، خو د ټرمپ یو شمېر سلاکاران د جګړې پر ځای د بندیزونو او اقتصادي فشارونو د دوام پلوي دي.


