الجزيرې راپور ورکړی، چې د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سنډیاګو کې پر یوه اسلامي مرکز چې په دغه سیمه کې تر ټولو لوی جومات هم دی د وسلهوال برید له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
سرچينې ويلي، په وژل شویو کسانو کې دوه بریدګر، یو امنیتي ساتونکی او دوه نور کسان شامل دي.
پولیس وایي، بریدګرو له ډزو وروسته پر ځان ډزې کړي او مړي یې په موټر کې موندل شوي دي.
د سنډیاګو پولیسو او اېفبيای د پېښې د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
د اسلامي مرکز مشر دغه برید ټکان ورکوونکی بللی او د جومات په نښه کول یې د اندېښنې وړ اقدام یاد کړی دی.


