د امریکا «مین» ایالت بنګور نړیوال هوایي ډګر کې یوه کوچنۍ الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، د الوتنې پرمهال لوېدلې ده.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، پېښه په ځایي وخت تېر ماښام رامنځته شوې ده.

د امریکا د فدرالي هوایي چلند ادارې د پېښې د پلټنې خبر ورکړی، خو د الوتکې د سپرلیو د وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په شاوخوا ۲۰ ایالتونو کې د سخت ژمني واورین توپان خبرداری ورکړل شوی او د ناسمې هوا له امله تر ۱۰ زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version