نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د فلیپین «جولو» ټاپو ته نږدې یوه مسافر وړونکې کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې ۱۵ تنه مړه او تر ۱۵ ډېر لا درکه شوي دي.
راپور زیاتوي، یاده کښتۍ چې ۳۵۰ مسافر یې لېږدول، د فلیپین له «زامبوانګا» ښار څخه د دغه هېواد «جولو» ټاپو پر لور روانه وه.
فلیپیني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه ۳۱۶ کسان ژغورل شوي د ۱۵ تنو جسدونه موندل شوي او د پاتې نورو د موندلو هڅې روانې دي.
چارواکو د دغې کښتۍ د چپه کېدو د لامل په اړه څه نهدي ویلي.
