د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران حکومت تېره میاشت لږ تر لږه ۲۶۰ کسان اعدام کړي دي.

ویل شوي، دا په تېرو دوو لسیزو کې په یوه میاشت کې د ثبت شویو اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې ایران کې ۱۵ سوه کسان له محکمې او څېړنو پرته هم وژل شوي دي.

د ایران حکومت په خپلو راپورونو کې ویلي، چې تېره میاشت یې دوه کسان اعدام کړي؛ خو د پاتې ۱۵ سوه کسانو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version