د راپورونو له‌مخې، د امریکا په تګزاس ایالت کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلي او لږ تر لږه ۱۷۲ تنه تر اوسه نادرکه دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اووښتو زیانونو ته په کتو، ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

له بلې خوا د نیو مکسیکو ایالت چارواکي هم وايي، سېلابونو په دغه ایالت کې هم ګڼ شمېر کورونه له منځه وړي، خو د ځاني تلفاتو په اړه لا هم رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version