د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الکوزی وايي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شویو افغان کډوالو ته د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ۱۲۰ زره وړیا سیمکارتونه ویشل شوي دي.

د نوموړي په وینا، هرات ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او نظارتي ټیمونه د سیمکارتونو ویش او چوپړتیاوې له نږدې څاري او د ستونزې په صورت کې په عاجل ډول اقدام کوي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې اسلام کلا پنډغالي کې له ایران هېواد څخه افغانستان ته بیرته راستنېدونکو هېوادوالو ته په منځنۍ کچه هره ورځ د مخابراتي شبکو له لوري تر ۶۵۰۰ سیمکارتونه په وړیا ډول ویشل کېږي چې د وړیا انټرنټ او دقیقو درلودونکي هم وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version