د امریکا جګړې وزارت ادعا کړې چې روسیه په فضاء کې د سپوږمکیو د له منځه وړلو لپاره د اټومي جګړه‌ییزو وسایلو پر جوړولو او چمتو کولو بوخته ده.

د دغه هېواد د هوایي ځواک قومندان سټیون وایټینګ ویلي، چې روسیه پلان لري چې یاد وسایل د ځمکې مدار کې ځای‌ پرځای کړي.

د نوموړي په وینا، د دغو وسایلو یوه چاودنه کولای شي تر ۸۰ سلنه پورې فعال شاوخوا ۱۰زره فضایي سپوږمکۍ له کاره وغورځوي.

د روسیې حکومت د امریکا جګړې وزارت دې ادعا ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې پر خپلې پوځي پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version