د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل د مخامخ خبرو له ترسره کیدو وروسته په لس ورځني اوربند موافقه شوې ده.
ټرمپ ويلي، د لبنان ولسمشر جوزف عون او د اسرائیل لومړي وزير نتنیاهو موافقه کړې، چې د سولې لپاره به کار وکړي.
ياده دې وي، چې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکراتو کې د اختلاف وړ مهم ټکی د لبنان اوربند و، چې صهيونيستي رژيم ورسره موافقه نه کوله.
