د امریکا خزانې وزارت په یوه بیانیه کې ویلي، چې د ایران پر انرژۍ، سوداګریزو کښتیو او نفتو نوي بندیزونه لګول شوي. په دغو بندیزونو کې د څو نورو هېوادونو یو شمېر نور بنسټونه او اشخاص هم شامل دي.

د امریکا خزانې وزارت د دغو بندیزونو لامل د ایران له لوري د سیمې د بې‌ثباته کولو فعالیتونه یاد شوي دي.

دا د ولسمشر ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته پر ایران نوموړي د ادارې د بندیزونو لومړۍ پرېکړه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version