Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امریکا د احسانونو پوروړی
    لیکني

    د امریکا د احسانونو پوروړی

    صابر افغانصابر افغان16 مارچ 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ارغوان وطنیار

    د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیوي رئیس عطامحمد نور چې د بلخ پر امپراطور شهرت لري، د جمهوریت په راوستلو کې یې د مزار شریف ښار کې د مقاومت قومنده په غاړه لرله، بیا له اشغال سره سم د همدې ځای والي پاتې شو.

    نوموړی په لویې ږیرې او ګونځې کالیو د ولایت په چوکۍ تکیه ووهله، بیا وروسته په خریلې ږیرې او برانډ پتلون ترې ووت.

    عطانور څخه چې څنګه ږیره وتوږل شوه، دغسې ترې انسانیت، سړیتوب، ایمان، غیرت او کلتور وتوږل شو، د دولت پر عوایدو یې خېټه واچوله، لسګونه ساختماني شرکتونه، لوژستیکي شرکتونه، د تېلو پمپونه، د تېلو وارداتي شرکتونه، شهرکونه، بلندمنزلونه، مارکيټونه، تحصیلي مووسسات، خصوصي کلنیکونه، شخصي شفاخانې، سرایونه، ترانسپورتي شرکتونه او د حيرتانو د بندر عایدات یې ولکه کړل او د وخت حکومت یې ننګاوه.

    ده به ولې د خپل په لاس جوړه کړې اداره نه ننګوله؟ دی د لومړي مقاومت چې د احمدشاه مسعود تر قومندې لاندې ایجاد شو، یو له مرکزي قومندانانو څخه و چې د بلخ په ولایت کې د CIA سره نږدې استخباراتي او نظامي مامور و، د بلخ په ولایت کې یې د امریکا په مالي او نظامي همکارۍ بغاوت شروع کړ، تر پایه د امریکایانو مطیع او فرمانبردار پاتې شو.

    کله به یې چې له کرزي بیا وروسته له غني سره اړیکې ترینګلې شوې، نو بیا به یې رسنیز انډوخر جوړ کړ او په ډېري بې غېرتۍ به یې وویل (اګر امریکایها اجازه بدهد در ظرف ٢٤ساعت ارګ رامیګرم) یعنې ده یوازې امریکا خپل بادار ګڼله، هرځل به یې رسمي او شخصي ناستو کې په امریکایانو احسان باراوه چې دا ستاسې لحاظ او سترګې دي چې زه د کابل اداره منم او غني په رسمیت پېژنم، کنه زه دغسې خلک خپل د نوکرۍ لایق هم نه ګڼم.عطانور د جرمي اقتصاد ملیاردرانو کې راځي چې څه ورته د CIA په ديپلومات کې راتلې او ډېره غوښنه برخه یې د خپل د ماموریت پر مهال چور کړه.

    يوازې په بلخ کې د ده لاندې ملکیتونه او شرکتونه دي چې دا هم رسمي ډول نوموړي د مېرمن، زامنو او یوې لور پسې ثبت دي، نورو ولایتونو کې خو د ده کورونه، بلندمنزلونه، شرکتونه، پوهنتونونه او مارکيټونه لا نه دي حساب شوي، همدا ډول په اماراتو، دوبۍ او ترکیه کې دده پانګونه لا نه ده سپړل شوې.په بلخ کې یې ملکیتونه:

    ١_د خالد بن ولید ښارګوټی چې له شپږ زرو ډېرې نمرې دي.

    ٢_ باختر مارکيټ زیر ځمینې کې دوه سو نه ډېر دوکانونه لري.

    ٣_د سینا سټډیوم ترڅنګ د بادام مارکیټ.

    ٤_عجب خان مارکيټ چې له ٥٠٠ ډېر دوکانونه لري.

    ٥_ د درملو مارکيټ چې د مزار شریف روغتون سره خواکې ودان دی.

    ٦_د نور لایزري کلنیک.

    ٧_د بلخ د دروازې ترڅنګ د تېلو شرکت.

    ٨_د میترا نور ښارګوټی چې ٤٠٠ کورونه لري.

    ٩_د بلخ د ښاروالۍ ترڅنګ لس منزله مارکيټ.

    ١٠_د میترانور ترانسپورټي شرکت ٣٠٠ موټرې لري.

    ١١_ د آریا مارکيټ له ١٠٠٠ ډېر دوکانونه لري.

    ١٢_د میترا نور سرای.

    ١٣_د خالد نور د تېلو پمپ سټېشنونه.

    ١٤_ د قومندانۍ ترڅنګ د مولانا په نامه یو مجلل قصر.

    ١٥_ د عطانور شخصي ماڼۍ دوه میلونو ډالرو باندې رغول شوې.

    ١٦_د سیاسي دفتر په نامه یو قصر.

    ١٧_ د شولګرې د موټرونو تم ځای.

    ١٨_د قاضیانو د کوڅې تر شا بلند منزل.

    ١٩_ د سلطان راضیه ښوونځي تر شا بلند منزل.

    ٢٠_ د آریا د خصوصي زده کړو تحصیلي مؤسسه.

    ٢١_د خالد نور د سرک جوړونې شرکت.

    ٢٢_ دوه شفاخانې د مولانا جلال الدین بلخي او د الفلاح په نامه.

    ٢٣_د سینافر مارکیټ چې کابو ٤٠٠ دوکانونه لري.٢٤_ د حیرتانو بندر کې د تېلو ذخیره.

    ٢٥_د تېلو انټرنېشنل وارداتي شرکت. ٢٦_ د کمال نبي زاده په نوم ښارګوټی.٢٧_ د بلخ د بلهیکا د بلبوردونو انحصاري شرکت.

    دا پورته جایدادونه، شرکتونه، بلندمنزلونه او مارکيټونه د عطانور ثبت شوي املاکات دي، هغه چې د نورو ولایتونو او نورو هیوادونو کې د ده په خپل نوم یا په نورو نومونو ثبت دي له حسابه وتلي.

    نو عطاء نور به ولې د امریکایانو د احسانونو پوروړی نه وي؟ هغه به ولې د هغوی د اوامرو تابعدار نه وي؟عطا مخکې له قومندانۍ او مخکې له ماموریته د یو لوګري زوی و چې په نیم نس یې ډوډۍ نشوای موندلی.

    دا سرمایه او جایدادونه چې دی یې د بلخ امپراطور کړ، د امریکا لورېينه وه نو اوس تازه یې بیا امریکایانو نه غوښتي ترڅو دی د واک پر ګدۍ کینوي، نوموړي دا یادونه هم کړې چې له طالبانو دې واک واخیستل شي، د دوی پرځای دې موږ سره تعامل وکړي، موږ له دوی په حکومتولۍ ښه پوهیږو، اوږده او پخه تجربه لرو.

    د اوږدې پخې تجربې بیلګې یې تاسې ولوستې، د دوی اوږده تجربه قاچاق، ترور، د دولتي ځمکو غصب او پلور، د دولتي عوایدو غصب، له ایران او امریکا استخباراتي تنخوا، غلا او چور یې د حکومتولۍ او پخې تجربې بیلګې دي.

    نور به په قدرت پسې لیونی کیږي بالاخره دا به زړه خوري او نامراده به مري، د خدای جل جلاله حساب او کتاب ته به تش لاس ور روان وي.

    مخکینۍ مقالهکابل ښار کې امنیتي ځواکونو د شر او فساد ډلې څلور بریدګر وژلي
    راتلونکي مقاله «د نړۍ خوشحالۍ راپور» حقیقت، که د اسلامي نظام پر ضد یوه نوې هڅه؟

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.