د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له «CBS» شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د غزې جګړې د صهیونیستي اسرائیلو نړیوال «حیثیت» ته زیان رسولی او امریکا نه شي کولی دا اغېز له پامه وغورځوي.
روبیو زیاته کړې چې سره له دې چې واشنګټن هڅه کوي له یاد رژیم څخه ملاتړ وکړي؛ خو په نړیواله کچه یې ډيپلوماټیکه انزوا مخ په زیاتېدو ده.
روبیو څرګنده کړې، چې امریکا له تېرو څو لسیزو راهیسې له صهیونیستي رژیم څخه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ډیپلوماټیک ملاتړ کړی، او دغه ملاتړ ته یې غزه کې د جګړې پر مهال هم دوام ورکړی دی.