د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هندوکش‌ غږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې هېوادوالو ته یې د پېژندپاڼو په وېش، تائید او اصلاحي خدمتونو کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه یو لړ پرېکړې شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې بهر مېشتي افغانانو ته د هغوی د معتبرو اسنادو «زېږون کارت، پاسپورټ، اقامې سند، لایسنس او آی ډي کارت» پر بنسټ به ورته په حضوري بڼه د تذکرې او زېږون کارت وېش، تائید او اصلاح د حضوري فیص مطابق خدمتونه وړاندې کېږي.

وړاندې راغلي، چې د یادې ادارې د رهبرۍ هیئت د ۸مې ګڼې پرېکړې پر اساس د ۱۴۰۴ مالي کال له پیل وروسته په وېشل شویو تابعیت تذکرو کې له املایي تېروتنو پرته نور اصلاحي خدمتونه د اجراء وړ نه دي، خو د موجه دلایلو په درلودلو سره اصلاحات ترسره کېږي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې دا هم ویلي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال له پیل وروسته په وېشل شویو پېژندپاڼو کې که د کارکونکي له لوري تېروتنه شوې وي په هماغه مرجع کې ورته اصلاحي خدمتونه ترسره کېږي.

د یادې ادارې په وینا، په ولایتي ریاستونو کې د عمر اصلاح اسنادو ته په کتو تر ۳ کلونو پورې ترسره کېږي او له یوې د ډېرو تذکرو په لرلو سره هم تر درې کلونو پورې عمر د اصلاح وړ دی؛ خو د ادارې په مرکزي اصلاحي کمېټو کې د عمر اصلاح تر پنځو کلونو د اجراء وړ ده او له هغې پورته د مقام صلاحیت دی.

د احصایې او معلماتو ملي اداره زیاتوي، چې د پلار او نیکه نوم او همدارنګه د عمر او اصلي استوګنځي اصلاح د دویم ځل لپاره او په پېژندپاڼو کې د نویو بهرنیو کېسونو مطابق اصلاحاتو ته اجازه نه ورکول کېږي.

یادې ادارې ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي هېوادوالو ته د اړوندو خدمتونو په وړاندې کولو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version