فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا د هوایي ځواک یوه اېف-۳۵ الوتکه د دغه هېواد نویډا ایالت په لاس وېګاس ښار کې د تمریناتو پر مهال لوېدلې ده.

د راپور له مخې، پېښه د نېلس هوايي اډې اړوند سیمه کې رامنځته شوې.

ویل شوي، پیلوټ د الوتکې له لوېدو مخکې د پراشوټ پر مټ ځان ایستلی؛ خو په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

په ورته مهال د امریکا هوايي ځواک چارواکو ویلي، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version