د عافیې صدیقي وکیل کلایو سمېت ویلي، راپورنه ښیي چې پاکستاني پوځ د عافیې صدیقي په بدل کې د امریکا له استخباراتي ادارې (سيآیاې) ۵۵ زره ډالر اخیستي.
د راپورونو له مخې، سمېت پر اېکس د یوه کس په ځواب کې ویلي: «د راپورونو له مخې سيآیاې د هغې په بدل کې پاکستاني پوځ ته ۵۵ زره ډالر ورکړي دي.»
نوموړي د پاکستاني پوځ دغه عمل شرموونکی بللی او ویلي یې دي، چې له همدې امله عافیه شکنجه شوې، له ماشومانو سره یې ناوړه چلند شوی او شیدې خوړونکي ماشوم یې ژوند بایللی دی.
