
د نیوز ماسک خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په خپلو جنجالي څرګندونو کې ویلي، چې کاناډا یوازې د یوه ایالت په توګه کولای شي د متحده ایالاتو په ګټه وي.
هغه په دې تړاو څرګنده کړې ده: «موږ د کاناډا لرګیو، انرژۍ او ان موټرو ته هېڅ اړتیا نه لرو. موږ کافي سرچینې لرو او هر څه خپله تولیدولای شو. کاناډا د یو ایالت په توګه زمونږ لپاره ګټوره کېدای شي، خو ولې موږ باید یو بل هېواد ته ۲۰۰ میلیارد ډالر ورکړو؟»
یاده دې وي چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته له امریکا سره د کاناډا او ګرینلنډ د یوځای کولو لپاره جنجالي څرګندونې کړي، چې دې څرګندونو یې په نړیواله سطحه غبرګونونه هم راپارولي دي.