د امنيتي او تصفيوي چارو د مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه د دغه کمېسيون مرستيال او د کورنيو چارو وزارت د اداري مرستیال ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوه.
یاد کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د هېواد پر عمومي امنيتي وضعيت او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د امنيتي ځواکونو د خدماتو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
د یاد کمیسیون غړو اړوند امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، څو راستنېدونکو هېوادوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.