د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمال، سومي ښار کې د ملکي وګړو پر یوه بس د روسي ځواکونو د ډرون برید په پایله کې نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

تر دې دمه، روسي چارواکو د دې برید په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو اوکرایني چارواکو یاد برید «بې رحمانه عمل» بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version