د اوکراین پوځي چارواکي وايي، چې نن سهار یې د روسیې له ۱۳ بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۱ وېشتلي او رانسکورې کړیدي.

د اوکراین هوايي ځواک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، چې د روسیې له شپږو کروز توغندیو څخه یې هم دوه له منځه وړي دي.

د اوکراین پوځ زیاته کړېده: ” دا بې پیلوټه الوتکې او توغندي مو د خارکییف، سوُمي، دنیپروپیتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه کړي او له منځه مو وړېدي”بل لور ته رسنیو د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په حواله راپورونه خپارل کړي، چې د اروپايي ټولنې مشرانو په خپله سرمشریزه کې د داسې یوه ایتلاف پر جوړولو موافقه کړې، چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې له پاره اوکراین ته د منځني او اوږده واټن وېشتونکي توغندي او بمونه ورکړي.

له مکرون سره په دې غونډه کې، چې د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ، د جرمني صدراعظم “اولاف شولڅ”، د پولنډ ولسمشر “اندری دودا” او د بالتیک د حوزې د هېوادونو مشران هم شامل ؤ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version