الجزيرې راپور ورکړی، چې په قطر کې د حماس جهادي غورځنګ يوه لوړپوړي پلاوي تېره ورځ د ايران د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره کتلي او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي.

سرچينه وايي، د ياد غورځنګ پلاوي په دې ناسته کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د فلسطينيانو د ژغورنې لپاره د بېړنیو بشري مرستو په لېږلو، د نسل‌وژنې په مخنیوي او د جګړې په پای ته رسولو کې یو موټی دریځ خپل کړي.

په دې ليدنه کې عراقچي ټينګار کړی، چې اسلامي هېوادونه باید د غزې د خلکو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره ګډ دریځ خپل کړي او د اسرائیلو مشران د خپلو کړنو له امله محاکمه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version