د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت وایي، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ته په سفر کې د دغه ولایت راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د مرستو د وېش بهیر پرانیست.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې د مشرتابه په لارښوونه د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لارې د مستحقو کورنیو وضعیت ته د رسېدنې لپاره وېشل کېږي.

ښاغلي حنفي له ټولو هیوادوالو غوښتي چې راستنېدونکو او نورو مستحقو هیوادوالو سره په ساړه ژمي کې د خپل توان په اندازه مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې کمې شي.

د معلوماتو له مخې د مرستو په دې لړ کې به په هر ولایت کې ۲۲۰۰ کډوالو مستحقو کورنیو ته ۲۵۰ کیلو ګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې وېشل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version