تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو اوونیزه ناسته کې ويلي، چې دا د ايران یوه خپلواکه پرېکړه ده.
نوموړي زياته کړې «موږ له افغانستان سره ډېر تعاملات لرو او د ګډو اړیکو، اوږدې پولې او د ننګونو د شتون له امله چې موږ یې له افغان چارواکو سره حلولو ته اړتیا لرو، اړیکې روانې دي او کله چې زموږ ګټې تقاضا وکړي، دا پرېکړه به وکړو.»
په تېرو څلورو کلونو کې روسيه لومړی هېواد شو چې افغان حکومت یې په رسميت وپېژانده اوس له هغې راوروسته د سياسي شنونکو باور دا دی، چې ښايي د منځنۍ اسيا نور هېوادونه، ايران او چين هم د افغان حکومت د رسميت پېژندنې په اړه تصميم ونيسي.