ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۲/۲۴ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي.

۲_د پرځېدلي جمهوريت د چارو ادارې ریيس فضل محمود فضلي: د روانې مياشتې په پای کې به اسلام اباد د نيابتي بمونو د نندارتون کوربه وي.

۳_بهر ته د افغان تولیداتو د هوایي لېږد په موخه درې‌ اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.

۴_د عزيزي ګروپ د ۱۰زره ميګاواټه برښنا د تولید عملي کارونه له هرات ولايت څخه پيلېږي.

۵_‏خوست کې نهه بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

۶_تېره مياشت د ۱۰۴ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.

۷_امنیتي ځواکونو ارزګان کې د وسلو او مهماتو یوه ډيپو کشف او ګڼ شمېر وسلې ترلاسه کړي.

۸_اقتصادي معاونیت: افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_نا څرګندو وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې اووه سیلانیان وژلي.

۲_حوثيانو سره سمندر کې د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتووالی نيولی.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_حوثيانو د اسرائيل بن ګورين هوايي ډګر ويشتلی.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_زيلينسکي د اروپايي مشرانو په ملتيا ټرمپ سره د ليدنې په موخه واشنګتن ته روان شوی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version