
ایران بالعربیة خبر ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران لخوا د اسرائیل موبایلونو ته (د خیبر فاتح تر نامه لاندې) پیغامونه لېږل شوي دي.
په پيغامونو کې ليکل شوي «پوه شه اې صهیونیسته!
که دې ایران ملت څخه یوازې یو کس هم پاتې شي، هغه به هم تا ختم کړي.»
اسرائيلي وګړو ته د ایران په دې استول شویو پیغامونو کې وړاندې زياته شوې چې، «که د الله تعالی خوښه وه، موږ به په تاسې داسې تیاره ورځې راولو، چې تاسې به پکې د خپلو روحونو د مرګ هیله کوئ، خو هغه به هم ونه مومئ.»
ياده دې وي، چې ايراني هيکران ډېری وخت د اسرائیل د ټکنالوژۍ او موبایل مهم سیسټمونه هيک کوي او پيغامونه ورته لېږي.
#هندوکشغږ

