د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ په تېره ۱۲ورځنۍ جګړه کې دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي، د دغې جګړې له‌ امله تر درې زرو زیات صهیونیستي اتباع او له پنځه زره ډېر ایرانیان وژل شوي یا ټپیان دي.

د صهیونیستي رژیم د روغتیا وزارت د معلوماتو له‌مخې، پر اسرائیلو (اشغال شوي فلسطین) د ایران په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ صهیونیستان وژل شوي، ۳۲۲۴ ټپیان شوي او ۲۸ نور په ناوړه روغتیایي حالت کې قرار لري.

بل خوا د ایران د روغتیا وزارت وایي، چې په دغه جګړه کې د دوو حامله مېرمنو او ۱۶ ماشومانو په ګډون ۶۰۱ تنه ایرانیان وژل شوي او ۴۷۶۴ نور ټپیان دي.

د ویلو ده چې د یادې جګړې پر مهال دواړو لوریو ته له درنې مرګ ژوبلې سربېره پراخ مالي زیانونه هم اوښتی دي.

د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د قطري چارواکو په منځګړیتوب د اوربند له اعلان سره په یو ډول پای‌ته ورسېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version