د پاکستان د طالبانو غورځنګ د رسنيزو ادرسونو د خپرو کړو شمېرو له مخې د ياد غورځنګ جنګياليو تېرې درې ورځې( د جون په ۲۲، ۲۳، او ۲۴ مه) په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، باجوړ، کرمې‌ ايجنسۍ او نورو بېلابېلو سيمو کې پر پاکستاني پوځ، استخباراتي او امنيتي ادارو، امن کمېټو او چارواکو باندې ۵۴ بريدونه ترسره کړي دي.

د سرچينې په خبره په دې بريدونو کې ۹۲ عسکر وژل شوي، ۷۲ ټپيان دي او پر دې سربېره ۱۴ امنيتي کامرې او ۱۴ پوځي موټر هم ويجاړ شوي دي.

معلومات زياتوي چې پاکستاني طالبانو د دې بريدونو په لړ کې دوه پوستې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستي او درې نورې یې ويجاړې کړې دي.

پاکستاني طالبانو پوځ ته تر درنې مرګ‌ژوبلې ورهاخوا يوه پوځي ډرون، درې کلاشينکوفونه، يو پوځي دوربين او سلګونه مرمۍ، نظامي توکي، پوځي مهمات او نور بېلابېل تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version