ایراني رسنیو د دغه هېواد ‏د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله راپور ورکړی، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به په عمان کې د ایران اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرات پیل شي.

عراقچي د اېکس په یوه پیغام کې، د عمان له حکومت څخه مننه کړې، چې د دې مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته اکسیوس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version