ایراني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله راپور ورکړی، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به په عمان کې د ایران اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرات پیل شي.
عراقچي د اېکس په یوه پیغام کې، د عمان له حکومت څخه مننه کړې، چې د دې مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته اکسیوس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ کېدونکي مذاکرات لغوه شوي دي.