د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی ویلي، چې د دغه هېواد د اټومي موضوع په اړه له امریکایي چارواکو سره شپږم پړاو خبرې راتلونکې یکشنبه د عمان په مسقط ښار کې پلان شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، د دواړو لوريو ترمنځ به د خبرو اترو د دې پړاو تمرکز تر ډېره بریده د ایران له‌خوا د یورانیمو د غني کولو پر موضوع وي.

د ایران او امریکا ترمنځ پنځم پړاو خبرې هم د عمان په مسقط ښار کې ترسره شوې، چې دواړو لورو مثبتې بللې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version