د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هیڅ راز خبرې نه‌دي شوي.

نوموړي ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې د ځینو هېوادونو له لارې داسې پیغامونه ور رسېدلي چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه؛ خو د اصولي دریځ له مخې ورته مناسب ځواب ورکړل شوی دی.

بقایي ویلي، د هرمز تنګي او د «تپل شوې» جګړې د پای شرایطو په اړه د ایران دریځ هېڅ بدلون نه دی کړی.

په ورته مهال د ايران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي، چې امريکا او صهیونیستي رژیم د نفتي بازارونو کنټرول او له اوسني بحران څخه د وتلو په موخه د ځینو هېوادونو په توسط داسې «تبلیغات» خپروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په خپلو څرګندونو کې وویل، چې له ایراني چارواکو سره یې د روانې جګړې د پای‌ته رسولو لپاره رغنده خبرې شوې دي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version