د چین ولسمشر شيجېن پېنګ بیجینګ کې له خپل امریکایي سیال سره په کتنه کې، د تایوان په تړاو د واشنګټن د هر ډول خوځښتونو په اړه خبرداری ورکړی.
هغه ویلي، د تایوان موضوع کې د امریکا هره تېروتنه د امریکا او چین ترمنځ د مخامخ کېدو او جګړې لامل کېدای شي.
د چین ولسمشر دغه راز ویلي، چې د بېجېنګ او واشنګټن ترمنځ سوداګري باید داسې وي چې د دواړو لورو په ګټه وي.
شي جین پینګ ټینګار کړی، چې سوداګریزي جګړې ګټونکی نه لري او د اختلافاتو د حل یوازینۍ لاره د مساوي او مستقیمو خبرو اترو له لارې ده.
له بل لوري د امریکا ولسمشر، ډونالډ خپل چینایي سیال سره لیدنه رغنده بللې او هغه ته یې بلنه ورکړې، چې امریکا ته سفر وکړي.
