
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د استخباراتو وزارت مرستیال «اکبر غفاري» وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، غفاري د ایران د استخباراتي او امنیتي جوړښت په دننه کې یو مهم او اغېزناک شخصیت بلل کېده او د هېواد د داخلي امنیت په چارو کې یې مهم رول درلود.
سرچینې وایي چې نوموړی د استخباراتو وزارت په کچه د لوړو چارواکو له ډلې څخه و او د ایران د امنیتي او استخباراتي دستګاه په مهمو پرېکړو او عملیاتو کې ښکېل و.
د ایران دولتي رسنیو د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی، خو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او ځای په اړه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي.

